IQNA

د ترکیې ددیني چارو مشر؛د  ماشومانو د قرآن د حفظ د مرکزونو پراختیا یو انقلابی پلان دی

16:42 - October 29, 2022
د خبر لمبر: 3486386
ایکنا-(تهران) د ترکیې د دیني چارو مشر په دغه هیواد کې د ماشومانو د  قرآن کریم د حفظ د ځانګړو مرکزونو د پراختیا په ضرورت په ټينګار سره  دا یو انقلابي پلان وباله.

ایکناخبری آژانس د ترکیې خبري آژانس له قوله راپور راکړد ترکیې د دینی چارو مشر علی ارباش په پنجشنبې ورځې د ترکیې په پلازمینې انقرې کې په کیچي اورن سیمې کې له څلورو تر شپږ کلنو ماشومانو لپاره دقرآن کریم د زده کړې او حفظد یوه ځانګړي مرکز د لیدو په وخت له ماشوموالی څخه د بچیانو د قرآن زده کونې په ضرورت ټينګا روکړ.

ارباش ووئیل،رسول الله (ص) مونږ ته حکم  راکړی دی چې تر اوو کلنۍ پورې خپلو بچیانو ته دینی علوم ورزده کړو او د تربیتی چارو عالمان په دې اند دي دي چې  چې د انسان شخصیّت تر اویا فیصدو پورې په اوه کلنۍ کې بڼه مومي.مونږ خپل بچي ددغې سپارښتنې په اساس تربیت کوو.

هغه دغه راز زیاته کړې ده ،مونږ غواړو  هلکان او انجونې  په څلورو،پنځو او شپو کلونو عمر کې ،خپل پروردګار او خپل پیغمبر وپيژني  او له وطن سره عشق ،له علم سره عشق،له لمانځه سره عشق، د لویانو احترام کول او له ګاونډیانو سره ښې اړیکې درلودل زده کړي.

د ترکیې ددینی چارو مشر ټينګار وکړ،له څلورو ترشپږ کلنو ماشومانو لپاره دقرآن د حفظ دورې د مونږ دملت لپاره یو انقلابی پلان دی. دترکیې خبری آژانس پخپل راپور کې ټينګار کړی دی ،د ترکیې د دیني چاروادارې د دیني اوزده کړې په ډيرو پروژو  په افتتاح کونې او څارنې  سره ،په ترکیې اوله هیواده په بهر کې د اسلام ددین دځائيګي په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي .  

https://iqna.ir/fa/news/4094975

captcha